کورنيو چارو وزارت د يوې تازه پرېکړې له مخې، له هېواد څخه بهر ته په قاچاقي لارو د ځوانانو وتل منعه اعلان کړي او ټولو سرحدي ولايتونو ته يې په دې اړه جدي سپارښتنې کړي دي.
د نيمروز امنيه قومندان سردار محمد ايوبي ويلي، چې د کورنيو چارو وزارت له لوري د تازه حکم پر بنسټ يې پوليسو ته لارښوونه کړې څو ايران ته په ناقانونه توګه د افغانانو له ورتګ مخنيوی وکړي.
نوموړي زياته کړې، د ياد حکم له مخې له به له هغو قاچاق وړونکو سره قانوني چلند وشي چې د ايران په شمول نورو هېوادونو ته افغانان په قاچاقي لارو بيايي.
د ايراني چارواکو د مالوماتو له مخې، هر ورځ دې هېواد ته په قانوني لارو شاوخوا ۵زره افغانان دننه کېږي؛ خو په خبره يې له قاچاقي لارو بيا دغه شمېر په مراتبو لوړ دی.