کورنيو چار وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې د کور په کور تلاشۍ له درکه، زياته اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته پرېوتي دي.
دې وزارت نن پنجشنبه د (وري په ۱۸مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د يادو پلټونو په ترڅ کې توانيدلي چې ۱۵۶ ميله بېلابېل ډول وسلې، ۴ عرادې موټر، د موټرو يو شمېر جعلي پليټونه، يوه اندازه چاودېدونکي توکي او نظامي تجهيزات کشف او ترلاسه کړي.
د کورنيو چارو وزارت په خبره، په ننګرهار کې کور په کور تلاشي اوس هم دوام لري.
د کابل او ننګرهار په ګډون کاپيسا او پروان هغه ولايتونه دي چې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري په کې د وسلو او مهماتو د ټولو په موخه کور په کور تلاشي شوې ده.