د کورنيو چارو وزارت مسوولان وايي، نن شنبه سهار وختي د (غبرګولي په ۲۸مه) څو تنه وسلهوال بريدګر چې تر اوسه يې هویت نه دی مالوم، د کابل کارته پروان سيمه کې د هندوانو پر یوه درمسال ور ننوتي. د چاروکو په خبره، بريدګرو له دننه کېدو وړاندې د درمسال پر ساتونکو د لاسي بم برید کړی چې په ترڅ کې يې اورلګېدنه رامنځته شوې او دوه تنه عبادت کوونکي چې د بريد پرمهال هلته موجود وو، ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمنافع ټکور رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، بريدوګرو له بريد سره هممهاله غوښتل چې د خلکو په ګڼهګوڼه کې موټر بم چاودنه هم وکړي؛ خو زياتوي چې موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې ده.
ټکور ويلي، چې بريدګرو په درمسال کې ځان پټ کړی او د امنيتي ځواکونو له لوري ورسره جګړه لا هم روانه ده.