کورنيو چارو وزارت وايي، پرون دوشنبه د (سلواغې په ۱۸مه) د دغه وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو د کابل په ميربچه کوټ کې د اخلالګرو پر وړاندې عمليات کړي دي.
ياد وزارت په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، د ترسره شويو عملياتو په ترڅ کې ۳تنه نيول شوي او يو تن چې د تېښتې هڅه يې کوله، د امنيتي ځواکونو له لوري پرې ډزې شوي او وژل شوی دی.
کورنيو چارو وزارت د وضاحت په توګه زياته کړې، چې ياد وژل شوی کس بې ګناه نه و او په خبره يې داسې اسناد او شواهد موجود دي چې له نيول شوو کسانو سره يو ځای يې په امنيتي پېښو کې لاس درلود.
نن سېشنبه د کابل ميربچه کوټ اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو له لوري د ياد کس د وژل کېدو په غبرګون کې د اعتراض په موخه راټول شوي دي.