۱. کله چې ورزش یا سخت فزیکي کار کوئ، مخ مو خولې کوي او بېلابېل میکروبونه او بکتریاګانې مو په مخ ناستې وي، که یې و نه وینځئ د مخ د داغونو او دانو لامل ګرځي. نو له ورزش یا سخت فزیکي کار څخه وروسته مو مخ حتماً ووینځئ.
۲. د ورځې په اوږدو کې انسان په آزاده هوا کې اوسي او مخ یې د هوا له ککړتیا څخه اغېزمن کیږي. که دغه مېکروبونه مو په مخ کې پاتې شي او ویده شئ، د مخ د داغونو او بخارونو لامل ګرځي. نو له ویده کېدو څخه مخکې مو مخ حتماً ووینځئ.
۳. ډېرې ګرمې اوبه مو د پوستکي دښمن دی. د نورو زیانونو تر څنګ د پوستکي د ښارښت لامل ګرځي. تل باید هڅه وشي، څو له معتدلو اوبو څخه د مخ د وینځلو لپاره ګټه واخیستل شي.
۴. مناسب او با کیفیته د مخ وینځونکي توکي (صابون، فیس واش… ) وکاروئ. البته د مخ د بڼې (غوړ والی، وچ والی او یا منځنی والی) ته په کتو سره دغه توکي راونیسئ (واخلئ).
۵. کله مو چې مخ وینځئ، د (۲۰ یا ۳۰) ثانیو پورې د مخ مږل بسنه کوي، ډېر مږل یې د مخ د ګونځونو او سوې لامل ګرځي.
۶. له وینځلو څخه وروسته مو مخ غوړ کړئ. د پوستکي ډاکټران په دې ټکي ډېر ټینګار کوي. ډېری خلک دا عادت نه لري او تل وچ مخ ګرځي. له وینځلو څخه وروسته د مخ غوړول، مخ مو روښانه، تازه، ځلېدونکی، او ځوان ښايي.
البته مخ باید هغه وخت غوړ شي، کله چې کور کې یاست، بیرون ته وتلو پر مهال د مخ غوړول ښه نه وي. ځکه غوړ مخ ډیر ژر د ګردونو او میکرونو ښکار ګرځي.