کنړ د اسعداباد مرکزي روغتون ډاکټرانو او کاروکوونکي يې کاري اعتصاب کړی دی.
د اسعداباد د مرکزي روغتون ډاکټرانو او کارکوونکي وايې دوی د معاشونو د کموالي له امله کاري اعتصاب کړی دی.
ډاکټرانو او په روغتون کې کارکوونکي وايي تر هغه به يې کاري اعصاب دوام کوي تر کومه چې د دوي غوښتنې ونه منل شي.
سیمه اییز چارواکي وايې یاده ستونزه به ډېر ژر حل کړي.
د کنړ والي محمد اقبال سعید سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې د دې ستونزې د حل لپاره يې هڅې پیل کړي دي.
د کنړ والي زیاتوي یاده ستونزه به له روغتیا وزارت سره شریکوي تر څو ورته یوه مثبته لاره وګوري، نوموړی وايي هڅه کوي چې پر روغتیا وزارت د یاد ډاکټرانو معاشات لوړ کړي.