Home » افغانستان » کنوال سیبل:که طالبان په زور واک ته ورسېږي پر سیمه به منفي اغیز وکړي
رویداد خبري آژانس

کنوال سیبل:که طالبان په زور واک ته ورسېږي پر سیمه به منفي اغیز وکړي

یوه پخواني هندي ديپلومات کنوال سیبل ویلي هند په افغانستان کې د طالبانو له پیاوړتیا او دغه راز د پاکستان له اقداماتو اندېښنه لري.

دده په خبره طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې دي او د پاکستان او هند ترمنځ کشمکش به د اسلام اباد له لوري د هند پر وړاندې د طالبانو د لمسون سبب شي.

نوموړي دغه راز ویلي چې طالبان ښايي پر ژمنو عمل و نه کړي او له اقلیتونو سره له تاوتریخوالي ډک چلند وکړي.

کنوال زیاتوي که طالبان له سوله ییزو لارو په افغانستان کې حضور پیدا کړي نو د سیمې لپاره ګټور دي خو که په زور واک ته رسېږي یا جګړو ته ادامه ورکوي نو د سیمې پر ټولو هېوادونو او اقتصاد به منفي اغېز ولري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...