په بلخ کې پر جومات له چاودنې وروسته کندوز هم پرون جمعه د (غويي په ۲مه) د ورته پېښې شاهد و. مسوولان وايي چې د نوموړي ولايت په امام صېب ولسوالۍ کې پر يوه جومات د چاودنې له امله سلګونه عامو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د رسمي شمېرو له مخې چې د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد پر خپل ټوېټر خپرې کړې، ۳۳تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
نوموړي د يادې چادونې د غندلو ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې امنيتي ځواکونه د ورته بريدونه د عاملانو نيولو په موخه جدي هڅې کوي او په خبره يې ژر به په دې برخه کې پرمختګ وشي.
له دې سره کابل کې هم پرون د ملي امنيت اړوند پر يوه موټر چاودنه شوې. دغه چاودنه د دارالامان پر سړک هغه مهال شوې، چې د ملي امنيت ياد موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
په دې پېښه کې يوه تن وژل شوی دی. په بلخ کې پر جومات د چاودنې ترڅنګ د کندوز پرونۍ چاودنه هم په پراخه کچه غندل شوې او له حکومت غوښتل شوي چې د خلکو امنيت ټينګ کړي.