Home » افغانستان » کندهار کې چاودنه؛ ۱۱ پولیس ټپیان شوي

کندهار کې چاودنه؛ ۱۱ پولیس ټپیان شوي

د کورنیو چارو وزارت وايې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي د کندهار د دامان ولسوالۍ پر امنیه قواندانۍ د موټر بم برید له امله ۱۱ پولیس ټپیان شوي دي.

موټر بم چاودنه شاوخوا لس نیمې بجې د ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ قرارګاه سره نږدې وشوه.

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند جمال ناصر هم پیښه تاییده کړې او رسنیو ته یې ویلي چې په دې موټر بم برید کې ۱۱ پولیس برسیرن ټپیان شوي دي.

دغه برید د قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانيو او ورته څېرمه کورونو ته یې هم زیان اړولی دی.

خو بل لور ته بیا د کندهار د والي ویاند بهیر احمد احمدي رسنیو ته وویل چې په دې پیښه کې د ولسوالۍ ۷ ملکي مامورین، ۲ د ملي امنیت سرتیري، ۹ پولیس او د یوې کورنۍ ۱۵ غړي ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو د دې پیښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...