په کندهار کې د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې مسوولینو ویلي چې د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې پرون (سهشنبې، د کب ۶مه) د ناڅاپي سېلاب راوتلو له امله دریو نجونو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دې ادارې په یوه بله اعلامیه کې زیاته کړې، چې په کندهار کې یوه بله کوچنۍ ماشومه سېل وړې او جسد یې موندل شوی او د کندهار په اوومه ناحیه کې بیا چارواکو د یو کور د چت د نړېدو په پېښه کې د څلورو کسانو مړینه تایید کړې، چې پکې ماشومان هم شامل دي.
د کندهار چارواکو بیا ویلي، چې په کور کې په مړو شویو څلورو کسانو کې دوه هلکان، یوه ماشومه نجلۍ او یوه مېرمن شامل دي.
د ویلو ده چې د کندهار په مرکز سربېره، په معروف او ځینو نورو ولسوالیو کې هم د سختو بارانونو له امله سېلابونو زیانونه اړولي دي.