Home » اقتصادی » کندهار کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړیږي
رویداد خبري آژانس

کندهار کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړیږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د ترویچ په پار پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو تخم «پیاز»، کیمیاوي سرې، تقویتي درمل او اړین توکي وېشلي دي، چې له مخې به یې ددې ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړ شي.

د زعفرانو پیاز او کرنیزې بستې ددې ولایت د مرکز او یوشمېرولسوالیو پر مخکښو بزګرانو وېشل شوي دي.

د کرنې وزارت، په کندهار کې د زعفرانو ۱۰ ننداریزې قطعې جوړوي، چې هره ننداریزه قطعه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړیږي او د هرې ننداریزې قطعې د جوړولو په لپاره ۵۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز، کیمیاوي سره، تقویتي درمل او یو کرنیزه بسته وېشل شوې ده.

رویداد خبري آژانس

د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې کندهار دزعفرانو کرکېلي او تولید له لپاره ښه مناسب اقلیم لري، او په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله د کمیت او کیفیت له پلوه ښه نتیجه ورکړې ده.

په دې وروستیو کلونو کې د کندهار په ځینو سیمو کې د زعفرانو کرکېله ترویج شوې ده.

د کندهار د کرنې ریاست هیله لري چې، ډېر ژر په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله او تولید زیات شي.

د یادونې وړ ده، چې هغو مخکښو بزګرانو ته چې، ورته د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړیږي، د کرنې وزارت د زعفرانو متخصصینو له لورې ورته د زعفرانو کرکېلي، حاصل ټولولو او پروسس په برخه کې عملي او نظري زده کړې هم ور کول کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...