فرانسې خبري اژانس د اسلامي امارت د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د کندهار په څلورو ولسواليو کې يې د داعش ډلې پر ضد عمليات ترسره کړې دي.
په راپور کې د کندهار امنيه قومندان عبدالغفار محمدي له قوله ويل شوي، يادو عملياتو چې د دوشنبې تر ورځې د (لړم ۲۴مې) يې دوام درلود، په کې د يادې ډلې څلور غړي وژل شوي او لس نور يې ژوندي نيول شوي دي.
د فرانس پرېس په راپور کې د اسلامي امارت يوه استخباراتي کارمند په حواله ملکيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر هم ورکړل شوی دی. نوموړي کارمند چې نوم يې نه ښودلی ويلي، د داعش ډلې پر ضد يادو عملياتو کې لږ تر لږه درې تنه ملکيان هم وژل شوي دي.
د داعش پر وړاندې په کندهار کې دغه عمليات داسې مهال کېږي، چې يادې ډلې په دې وروستيو کې پر ملکي وګړو خونړي بريدونه کړې دي او وروستی هغه يې په کابل کې د ملکيانو پر يوه ټونس ډوله موټر چاودنه وه.
په کابل کې د تېرې شنبې د ورځې په چاودنه کې د خبريال حميد سيغاني په شمول درې تنه ووژل شول.