تېر ماښام د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د یاد ولایت د عینو مینې په ښارګوټي کې د «انارګل» کلنۍ مشاعره وشوه.
په مشاعره کې د اطلاعات او کلتور سرپرست «م. خير الله خیرخواه» د کندهار والي «حاجي م. صاحب» د ا.ا ویاند «م. ذبیح الله مجاهد» د کندهار مرستیال والي «م. حیات الله مبارک» د سپورټ او بدني روزنې عمومي رییس «م. احمدالله وثیق» د يو شمېر ولایتونو د اطلاعات او کلتور رییسانو، لسګونو نورو مسئولينو، هم ګډون درلود.
دې مشاعرې ته زرګونه عام وګړي، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه نوموتي او مشهورو شاعران، ترنم ویونکي او نعت خوانان هم ورغلي وو.
د ا. ا وياند م. ذبيح الله مجاهد د وینا پر مهال وویل، چې فرهنګ او ژبه د یوه ملت ژوند دی، او په وینا یې چې دوی باید د فرهنګ، نسب او ژبې ساتنه وکړي.
د مشاعرې په جریان کې د کندهار مرستیال والي «م. حیات الله مبارک» هم وینا وکړه او په فرهنګپاله کندهار کې یې د انار ګل مشاعرې نمانځل ویاړ وباله.
هغه په خپلو خبرو کې وویل چې مسوولین تر ازادۍ ورورسته اوس د اقتصاد او کلتور د پرمختګ لپاره کار کوي او له دا ډول مشاعرو یې موخه د هېواد کلتوري فعالیتونو ته لا پر مختګ ورکول دي.
همداراز په دې مشاعره کې د اطلاعات او کلتور وزير «م. خير الله خيرخواه» وویل چې په هېواد کې امن دی، باید ټول هېوادوال د یووالي ترڅنګ خپل ثقافت او کلتور وساتي.
هغه له شاعرانو او فرهنګپالو څخه غوښتنه وکړه چې د راتلوونکي نسل لپاره داسي شعرونه او حماسې ولیکي، چې د خپل ثقافت او کلتور څخه باخبره شي او د نورو د ثقافت او کلتور تر اغېز لاندي رانه شي.
دې مشاعرې د شپې تر ناوختې دوام وکړ او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ورغلو شاعرانو پکې خپل شعرونه ولوستل.
خبریال: ویس عزیزي له کندهار څخه