Home » افغانستان » کندز کې د طالبانو له زندانه ۲۴ تنه نظامیان آزاد شول

کندز کې د طالبانو له زندانه ۲۴ تنه نظامیان آزاد شول

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن پنج شنبه (د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې په ۳۰ نیټه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په کندز کې د طالبانو له زندان څخه ۲۴ تنه آزاد شول.

اعلامیه زیاتوي تېره شپه  کمانډو ځانګړو ځواکونو کندز  ولایت “اقتاش” ولسوالۍ”کابلي قشلاق” اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندانه ۲۴ کسان خوشي کړي.

دفاع وزارت وايي دغو ۲۴ کسانو کې ۱۶ ملي اردو سرتیري، ۲ پولیس، ۴کمانډو ځواکونه، ۱ د ملي امنیت سرتیری او ۱ ملکي کس وو چې د طالبانو له زندانه ازاد کړل شول.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...