تمه کیږي، چې د کمبودیا واکمن د خلکو ګوند په ننۍ پارلماني ټاکنو کې یو ځل بیا ګټونکي شي.
د دې هېواد د ټاکنو کمیسیون وايي، چې رای ورکول نن سهار په ځايي وخت ۷ بجې پیل او د ماسپښین تر ۳ بجو پورې به دوام وکړي.
د چارواکیو په وینا، چې په دې ټاکنو کې به څه باندې ۹.۷ ملیونه وګړي د رای ورکولو حق لري.
په دې ټاکنو کې د واکمن د خلکو ګوند تر څنګ ۱۷ نور ګوندونه هم سیالۍ کوي، خو هیڅ کوم ګوند دا وړتیا نه لري، چې واکمن ګوند ته خنډ جوړ کړي.
تمه کیږي، چې واکمن ګوند به ټولې ۱۲۵ چوکۍ وګټي.
داسې ویل کیږي، چې ۷۰ کلن لومړی وزیر هون سن به په دې ټاکنو کې تر بریا وروسته خپل مشر زوی هون مانیت ته واک پریږدي، چې اوسمهال د دې هېواد د پوځ مشر دی.
هون سن له ۳۸ کلونو راهیسې پر کمبودیا واک چلولی دی.