د هند پریمیر لیګ یا آی پي ایل کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې له اوپنر توپ وهونکي جیسن رای سره تړون لاسلیک کړ او د دغه لوبډلې سره به د اوپنر په توګه یوځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې وړمه ورځ اعلان وکړ، چې بنګله دېشی الراونډر شکیب الحسن له آی پي ایل څخه بهر شو او د هغه پرځای د بدیل لوبغاړي په لټه کې دي چې نن یې له جیسن رای سره د تړون خبر ورکړ.
شکیب الحسن د بنګله دېش د نړیوالو لوبو له امله له خپل کرکټ بورډ څخه اجازه ترلاسه نشوه کړی او ترڅنګ یې شخصي دلایل هم بهانه کړ، چې له امله له آی پي ایل څخه بهر شو او هغه په دې اړه خپلې لوبډلې کلکته نایټ رایډرز هم ته خبر ورکړی و.
اوس به د انګلستان توپ وهونکی جیس رای له کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره یوځای شي، چې په لوبډله کې به د یوه اوپنر په توګه رول ولري، چې د رحمن الله ګربز لپاره ښه خبر نه دی.
که څه هم ګربز په لومړۍ لوبه کې ولوبېده خو د جیسن رای په راتګ سره ښایي د هغه د لوبولو چانس کم شي. هېره دې نه وي کلکته نایټ رایډرز لوبډله به سبا خپله دویمه لوبه له رایل چیلنجرز بېنګلور لوبډلې سره ترسره کړي.