Home » سپورټ » کلکته نایټ رایډرز له رویال چلنجرز بنګلور سره نن ماښام سیالي کوي

کلکته نایټ رایډرز له رویال چلنجرز بنګلور سره نن ماښام سیالي کوي

ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د هند غوره لیګ په سیالیو کې کلکته نایټ رایډرز د رویال چلنجرز بنګلور پر وړاندې په تاریخي لوبغالي ایډن ګارډن کې سیالي ترسره کړي.

د کلکتې په لوبډله کې افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز هم لوبیږي چې په لومړۍ لوبه کې یې ۲۲ منډې کړې وې.

که څه هم د بنګلور په لوبډله کې هيڅ افغان لوبغاړی نه‌شته خو د ویرات کهولي، فاف ډوپلیسي او مېکسویل له امله زیات مینه‌وال لري.

تر دې دمه د ايي‌پي‌ایل په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډله چې راشدخان هم په‌کې لوبیږي د نومرو په جدول کې تر ټولو مخکښه ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...