Home » افغانستان » کشپي ځواکونو په کندهار کې د ملت غږ راډيو کارکوونکي نيوليوده

کشپي ځواکونو په کندهار کې د ملت غږ راډيو کارکوونکي نيوليوده

د کندهار ځايي سرچينې وايي، د استخباراتو اړوند ځواکونو نن دوشنبه د (وري په ۸مه) په کندهار ښار کې د ملت غږ راډيو ودانۍ ته ننوتي او د يادې راډيو يو شمېر مسوولان او کارکوونکي يې نيولي دي.

د سرچينو د مالوماتو له مخې، په نيول شوو کسانو کې د ملت غږ راډيو د خبرونو مسوول فريد عليزی، د خبرونو پروډيوسر رحيم‌الله نوري او د تخنيکي د برخې مسوول محمود مهربان شامل دي.

دې سرچينو زياته کړې چې د يادو کسانو له نيولو وروسته د استخباراتو ځواکونو د ملت غږ راډيو دروازه هم تړلې ده.

د ملت غږ راډيو د دروازې او دغه راز د يادې راډيو د مسوولانو نيول کېدو په اړه دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي، چې حکومت د يوه تازه اقدام له مخې په افغانستان کې د بي‌بي‌سي او امريکا غږ هغه ټلوېزيوني خپرونې هم بندې کړې، چې د افغانستان يو شمېر سيمه‌ييزو ټلوېزيونونو په خپلو څپو خپرولې.

تر اوسه اسلامي امارت ځايي مسوولانو په دې اړه د رسنيو د راپورونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

پرون يک‌شنبه د کندهار د استخباراتو رياست په دې ولايت کې د رسنیو مسوولان ورغوښتي وو او ورته ویلي يې و، چې په رسنیو کې د سندرو پر خپرولو مطلق بندیز دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...