Home » سیمه او نړی » کشمير کې د ګزمې پرمهال ۹ پاکستاني پوځيان وژل شوي

کشمير کې د ګزمې پرمهال ۹ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې پرون يک‌شنبه ناوخته د (زمري په ۳۰مه) د ګرمې پرمهال د پاکستان ۹ پوځيان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه د کشمير په باغ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د پوځيانو د کزمې موټر له سړک د اوښتو له امله په يوه نهر کې ولوېد. د پاکستان دولتي راډيو په دې اړه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د يادې پېښې له امله مړه او ټپي پوځيان راول پينډۍ ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د يوې ټرافيکي پېښې په ترڅ کې د ۹ پوځيان وژل کېدل خواشينوونکې پېښه بللې او د وژل شوو کسانو کورنيو ته يې تسليت ويلی.

دا څووم ځل دی چې پر جګړې سربېره په ورته پېښو کې پاکستاني پوځيان وژل کېږي. له دې وړاندې په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ اړوند يوه چورلکه پرېوته، چې په کې د دوو لوړپوړو پوځي افسرانو په شمول ۶ پوځيان وژل شوي وو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...