د افغانستان او پاکستان تر منځ د دريو يو وځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه پاکستان په ۵۹ منډو وګټله.
دغه سيالي چې د افغانستان په کوربتوب په کولمبو ښار کې ترسره شوه، پچه يې پاکستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
پاکستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه. افغان لوبډله ونتوانېده ټاکلی هدف پوره کړي ټوله لوبډله په ۴۹ اور کې د ۲۰۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
له دې بريا سره پاکستان د يو ورځنيو لوبو جدول کې لومړی ځای خپل کړ او افغانستان په خپل نهم ځای پاتې دی.
د پاکستان د پيل دوه توپ وهونکي فخر زمان او امام الحق د افغانستان ګلبدين نايب وسوځول. فريد احمد هم دوې وېکټې ترلاسه کړې. د دوی تر څنګ راشد خان، فضل الحق فاروقي او مجيب ځدراڼ يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
د پاکستان لپاره محمد رضوان ۶۷، بابر اعظم ۶۰، اغا سلمان ۳۸ او محمد نواز ۳۰ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې ورو توپ اچووونکي مجيب ځدراڼ تر ټولو ډېرې (۶۴) منډې وکړې او د په يو ورځنيو لوبو کې يې د افغانستان لپاره د تر ټولو چټکې پنځوسيزې ريکارډ هم جوړ کړ. تر دې وړاندې راشد خان په ۲۷ توپونو د ايرلنډ پر وړاندې پنځوسيزه وهلې وه.
د پاکستان شاداب خان درې، شاهين شاه اپريدي دوه، فهيم اشرف دوه، محمد نواز دوه او اغا سلمان يوه وېکټه واخيسته.
د افغانستان له لوري په نننۍ لوبه کې رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، حشمت الله شهيدي، ګلبدين نايب، رياض حسن، شاهدالله، محمد نبي، فريد ملک، راشد خان، مجيب ځدراڼ او فضل الحق فاروقي لوبېدل.
افغان لوبډله کې دوه بدلونونه راغلي وو، د اکرام عليخېل او عبدالرحمان پر ځای ګلبدين نايب او فريد ملک غوره شوي وو.
پاکستان له وړاندې د دغو دری ورځینو لوبو لړۍ ګټلې ده. پاکستان په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۱۴۲ منډو په توپير ماته ورکړه. دويمه لوبه بيا پاکستان په وروستي اور کې په يوې وګټې وګټله.
په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې رحمان الله ګوربز او ابراهيم ځدراڼ ښه وځلېدل. رحمان الله ۱۵۱ منډې وکړې او ابراهيم ۸۰ منډې جوړې کړي.