تمه ده، چې نن پنجشنبه به اسټرالیا د انګلنډ پر وړاندې د اشیز لوبو لړۍ دریمه لوبه پیل کړي. د دې لوبو لړۍ دوه لوبې اسټرالیا ګټلي دي، خو کوربه انګلنډ به تر وروستي بریده هڅه وکړي، څو وروستۍ درې لوبې وګټي.
د دې لوبو دوه لومړنۍ لوبې چې په بیرمنګهام کې د جون په ۱۶ او لارډ کې د جون په ۲۸ پیل شوې وې، د لوبې په پنځمه ورځ اسټرالیا وتوانیده، څو لومړنۍ لوبه د عثمان خواجه په ښکلې توپوهنې او دویمه لوبه د سټیو سمیټ په ښکلې توپوهنه وګټي.
همدارنګه لومړنې دوه لوبو کې د اسټرالیا لوبډلې توپ اچوونکیو پټ کمونیس، نټن لیون او جوش هازلووډ له ځانه ښه کارکردګي ښودلې ده.
په دریمه لوبه کې به اسټرالیا نټن لیون د ټپونو له امله له ځانه سره و نه لري، او انګلنډ به هم هڅه وکړي، څو د لوبې او لوبلړۍ ګټلو لپاره په خپله لوبډله کې ژور بدلون راولي.