Home » سپورټ » کرېکټ؛ کوربه انګلستان نوي زیلانډ په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

کرېکټ؛ کوربه انګلستان نوي زیلانډ په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

نوي زیلانډ د نړیوال ۵۰ اوریزو کپ ته د چمتووالي په موخه انګلستان ته رسیدلې او تمه ده، چې له دې لوبډلې سره ۴ شل اوریزې او ۴ پنځوس اوریزې سیالۍ ترسره کړه.

د دې لوبلړیو لومړنۍ لوبه په ۲۰ اوریز ډول پرون ترسره شوه، چې کوربه انګلستان وتوانیدله نوي زیلانډ ته ماتې ورکړي.

د لوبې پچه انګلستان وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. نوي زیلانډ په پوره شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۹ منډې وکړې او د بریا لپاره انګلستان اړتیا درلوده، چې ۱۴۰ منډو ته ځان ورسوي.

د نوي زیلانډ توپ وهونکیو غوره لوبه ونکړه، ګلین فیلیپس ۴۱ او فین الین بیا ۲۱ منډې وکړې. انګلیسي توپ اچونکیو هر یوه په خپل وار سره ښکلې توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ۹ لوبغاړي یې وسوځول، چې په کې لوک ووډ او برایډن کارس ۳، ۳، عادل رشید، معیین علي او لیام لوینګسټون بیا یوه یوه ویکټه واخیستله.

د انګلستان لوبډله وتوانیدله، چې دا هدف د ۱۴ اوور په وروستي بال پوره کړي. د توپ وهنې په برخه کې بیا ډیویډ مالان ۵۴ او هري بروک ۴۳ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د دې لوبو دویمه شل اوریزه لوبه به سبا د پنجشنبې په ماښام ترسره شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...