Home » سپورټ » کرېکټ؛ نن آی پي‌ ال کې ګجرات او پنجاب سیالۍ کوي

کرېکټ؛ نن آی پي‌ ال کې ګجرات او پنجاب سیالۍ کوي

د هند د کرېکټ په غوره لیګ IPL کې نن د ګجرات او پنجاب ټیمونه لوبیږي. په ګجرات ټایټنز کې د افغانستان وتلی لوبغاړی راشدخان او نور احمد هم شته. د دوی لوبه د ماښام په شپږنیمو پيلیږي.

ګجرات که څه هم خپله تېره لوبه په کلکتې ټیم بایللې وه، خو د راشد خان هټریک یا درې لوبغاړو سر په سر سوځولو د ټول پام ور واړاوه. په هغه لوبه کې راشدخان کپټاني هم کوله.

بل خوا بنجاب لوبډله، چې شیکر ډهاون په کپټانۍ خپله وروستۍ لوبه هم بایلله، تمه لري، چې د انګریزي لوینګسټون په راتګ سره به خپل د توهنې او ورو توپ اچونې برخه ځواکمنه کړي.

دواړه لوبډلې په داسې حال کې له یو بل سره مخ کیږي، چې په نومرو په نوملړ کې یې وضعیت یو شان ته دی، دواړو لوبډلو ۳ لوبې ترسره کړي او خپلې ۲ لوبې یې ګټلي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...