Home » سپورټ » کرېکټ؛ افغان ابدالیان سریلانکا ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه

کرېکټ؛ افغان ابدالیان سریلانکا ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه

د کرېکټ اسیايي شورا په ایمیرجینګ کپ سیالیو کې، افغان ابدالیان وتوانیدل، څو سریلانکا ته په ۱۱ منډو ماته ورکړي.

د لوبې پچه سریلانکا وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
افغان ابدالیان توپ وهنه پیل کړه او د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۲۵۲ منډې وکړې.

د افغان ابدالیانو لوبډله کې ریاض حسن ۸۲، نور علي ځدران ۵۳، کپټان شاهدالله کمال ۲۳ او اکرام علیخیل ۳۴ نا سوځیدلي منډې وکړې.

سریلانکا الف لوبډلې ته ۲۵۳ هدف ټاکل شوی وو، چې افغان توپ اچونکیو هم غوره لوبه وکړه او سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۱ منډې وکړې او ماتې یې وخوړه.

په توپ اچونه کې ابراهیم عبدالرحیمزي ۴، سلیم ساپي او ضیا اکبر دوه دوه او شرف الدین اشرف یوه ویکټه واخیستله.

په دې بریا سره افغان ابدالیان د نمرو په جدول کې لومړی ځای لري او راتلونکي لوبه یې د بنګله دېش پر وړاندې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...