Home » سپورټ » کرېکټ؛ استرالیا د مایکل مارش په کپټانۍ سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

کرېکټ؛ استرالیا د مایکل مارش په کپټانۍ سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

د استرالیا د کرېکټ لوبډله سویلي افریقا ته په سفر وتلې او د خپلو لوبو په لړ کې یې پرون ماښام د کوربه سویلي افریقا پر وړاندې د دې لړۍ لومړنۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه.

استرالیا په شل اوریزو لوبو کې د خپل نوي لوبډل مشر مایکل مارش په مشرۍ لوبغالي ته راغلې وه، چې د لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او مارکرام سیالې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

استرالیايي لوبغاړو په شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سیالې لوبډلې ته د ۲۲۷ منډو هدف وټاکه. د توپ وهنې په برخه کې کپټان مایکل مارش ۹۲ ناسوځیدلې منډې او ټیم ډیویډ بیا ۶۴ منډې وکړې. د سویلي افریقا توپ اچونکیو ښه لوبه ونکړه او یوازې وتوانیدل، چې ۶ لوبغاړي وسوځوي.

سویلي افریقا ټاکل شوی هدف پوره کولو په موخه ډګر ته را ووتل، خو په چټکی سره یو په بل پسې سوځیدل. د سویلي افریقا ټوله لوبډله د ۱۱۵ منډو په جوړولو سره وسوځیدله او پیلییز توپ وهونکي ریضا هنډریکز وتوانید، چې ۵۶ منډې وکړي.
د استرالیا لوبډله وتوانیدله، چې په خورا لوی ټوپیر ۱۱۱ منډو سره لومړنی شل اوریزه لوبه وګټي او مایکل مارش د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ټاکل شوې، چې د دې لوبلړیو دویمه شل اوریزه لوبه د سپټمبر په اوله نیټه د سویلي افریقا په دوربن کې ترسره شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...