Home » سیمه او نړی » کریستوفر میلر: له القاعده سره جګړه پای ته نه ده رسیدلې
Christopher Miller, Deputy Assistant Secretary of Defense Special Operations and Combating Terrorism, poses for his official portrait in the Army portrait studio at the Pentagon in Arlington, Va., Jan. 23, 2020. (U.S. Army photo by Spc. Zachery Perkins)

کریستوفر میلر: له القاعده سره جګړه پای ته نه ده رسیدلې

د امریکا متحده ایالاتونو د دفاع وزارت سرپرست کریستوفر میلر وايي چې له القاعده سره جګړه لا ختمه شوې نه ده.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست دغه خبره د امریکا وسلوالو ځواکونو ته په خپل لومړی پیغام کې کړې ده.


د امریکا دفاع وزارت سرپرست میلر وویل چې د هغې جګړې ختمولو ته هوډمن یو چې په ۲۰۰۱ کال کې القاعدې زمونږ تر پولو راوړه. دغه جګړه لا ختمه شوې نه ده.

ښاغلي میلر زیاته کړه مونږ د القاعدې او د دې ملاتړو ډلو ماتولو ته نږدې شوي یو.

هغه وایي چې دغه جګړه اوږده او زمونږ قربانۍ سترې وې.

نوموړي دا هم وویل چې مونږه د دایمي جګړې خلک نه یو او باید ټولې جګړې پای ومومي.

د امریکا د دفا وزارت سرپرست د خبرو په پای کې وویل چې اوس ددې وخت رارسیدلی چې امریکايي ځواکونه بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...