د کرکټ نړيواله شورا يا ICC وايي، په افغانستان کې له وروستيو تحوولاتو وروسته د ياد هېواد له لوري د نجونو کرکټ په برخه کې عملي اقدام ته په تمه ده.
د کرکټ نړيوالې شورا رئيس جف الارډايس پرون د (لړم په ۲۱مه) فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي، د افغانستان کرکټ بورډ ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د نجونو کرکټ دوام کوي او دوی هم تر اوسه په افغانستان کې د نجونو پر کرکټ د بنديز ښکاره نښې نه دي لېدلي.
الارډايس دغه راز ټينګار کړی چې نجونو ته دې په افغانستان کې د کرکټ کولو اجازه ورکړل شي. نوموړي دا هم ويلي، چې د تحوولاتو پرمهال د کرکټ نړيواله شورا د افغانستان له کرکټ بورډ سره په منظمه توګه په اړيکه کې وه.
الارډايس که څه د افغانستان کرکت د برخليک په اړه واضېح څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې په دې اړه به هر څه د وخت په تېرېدو سره مالوم شي.
د افغانستان د کرکټ په اړه وروسته له هغې اندېښنې راپورته شوې چې طالبانو له لوري په افغانستان کې د واک له نيولو وروسته، يو شمېر طالب چارواکو وويل چې په افغانستان کې به د نجونو کرکټ ته اجازه ور نه کړي.