د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.
اسټرالیا دا هدف پوره نه کړای شو، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او افغانستان په ۲۱ منډو ماته ورکړه.
نوین الحق په لومړي اوور کې د اسټرالیا توپوهونکی ټرېوېس هېډ په صفر له ډګره بهر کړ او د هغوی لوبډلمشر میچل مارش یې په ۱۲ منډو اوټ کړ.
محمد نبي په خپل لومړي توپ ویکټ ترلاسه کړه او د سیالې لوبډلې تکړه توپوهونکی ډېوېډ وارنر یې په ۳ منډو له ډګره بهر کړ.
څلورمه او پنځمه ویکټه ګلبدین نایب واخیسته او د اسټرالیا تکړه توپوهونکی مارکس سټاینس یې په ۱۱ منډو له ډګره لرې کړ.
دا د روان نړیوال جام ۴۸مه لوبه ده. د افغانستان او اسټرالیا لوبډلو تر اوسه یوه شل اوریزه لوبه کړې.
اسټرالیا په روان نړیوال جام کې تر اوسه ټولې پنځه لوبې ګټلې، افغانستان بیا په وروستیو پنځو لوبو کې درې بریاوې او دوه ماتې لري.