ټاکل شوې د کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د (لړم په ۴مه) د کرکټ ۲۰اووريز نړيوال جام سياليو په لړ کې د نيوزيلنډ لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.
نننۍ لوبه د روان جام د لوبو په ترڅ کې د افغانستان او نيوزيلنډ دويمه لوبه ده. د کرکټ بورډ مسوولانو ډاډ ورکړی چې ملي لوبډلې د نننۍ لوبې لپاره بشپړ چمتووالی نيولی دی.
دوی زياتوي، چې ملي لوبډله به په دې لوبه کې د انګلېنډ پر وړاندې د ترسره کړې لومړنۍ لوبې په پرتله ښه وځلېږي او لاسته راوړنې به ولري.
له دې سره عام افغانان هم غوښتنه کوي، چې ملي لوبډله دې په نننۍ لوبه کې تېرې تېروتنې په پام کې ونيسي او له پلان سره سمه ښه لوبه دې وکړي.
دوی زياته کړې، چې د کرکټ ملي لوبډله په اوسنيو سختو شرايطو کې د ولس د خوښۍ وسيله ده او ټول افغانان به يې د ملاتړ په موخه تر شا ولاړ وي.
ټاکل شوې نننۍ لوبه د اسټراليا په ملبورن کې د افغانستان غرمه مهال ۱۲نيمې بجې پيل شي.