ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن يکشنبه د (غبرګولي په ۲۲مه) د زيمبابوې له لوبډلې سره خپله دويمه شل اووريزه لوبه ترسره کړي.
افغان لوبډلې له زيمبابوې لوبډلې څخه د شل اووريزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه پرون په لوړ توپير وګټله. په ياده لوبه کې زيمبابوې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف کېښود.
افغان لوبډلې بيا د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ورکړل شوی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې توګه يې ياده شل اووريزه لوبه هم وګټله.
ټاکل شوې نن يو وار بيا د افغانستان او زيمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په دويمه شل اووريزه لوبه کې چې د زيمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره کېږي، مخامخ شي.
دغه لوبه د افغانستان په وخت ماسپښين مهال ۳نيمي بجې پيلېږي.