ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه د (وږي په ۱۶مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسيا جام سياليو په لړ کې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ مسوولانو ويلي، چې ملي لوبډلې له پاکستان لوبډلې سره د لوبې په موخه پوره چمتووالی نيولی او په خبره يې ملي لوبډله به په سبانۍ لوبه کې ښه وځلېږي.
دا د اسيا جام د دويم پړاو سياليو په لړ کې د افغان لوبډلې دويمه لوبه ده. د همدې پړاو لومړۍ لوبه يې درې ورځې وړاندې سرېلانکا لوبډلې ته وبايلله.
پاکستان د يادو سياليو دويم پړاو لومړۍ لوبه له هند ګټلې او له افغانستان څخه د سبانۍ لوبې ګټل ورته په دې مهم دی، چې د اسيا جام سياليو پایلوبې ته په وتلو کې ورسره ډېره مرسته کوي.
ټاکل شوې شوې نن سېشنبه شنبه سريلانکا او هند لوبډلې په خپلو کې ولوبېږي.