Home » افغانستان » کرکټ بورډ: افغان ۱۹ کلنه لوبډله له پاکستان او متحده اماراتو سره سیالۍ کوي

کرکټ بورډ: افغان ۱۹ کلنه لوبډله له پاکستان او متحده اماراتو سره سیالۍ کوي

د افغانستان کرکټ بورد (چهارشنبې، د لړم ۹مه) د پاکستان او متحدو عربو اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د ۱۸ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د دریو هېوادونو د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دا لوبې د نومبر په ۱۳مه نېټه پیلېږي او په ۲۶مه به پای ته رسېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا لوبې د ۱۹ کلنو د اسیا کپ او بیا د نړیوال جام د غوراوي سیالیو لپاره د افغان لوبغاړو د چمتوالي لپاره ګټورې دي.

د افغان کرکټ بورډ مسوولین وايي چې د افغان لوبغاړو د غوراوي بهیر یې له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې پیل کړی و او له یو لړ ازموینو او داخلي سیالیو څخه یې وروسته دا لوبغاړي غوره کړل.

په دې اتلس کسیزه لوبډله کې عزیزخان، فیصل خان، برکت ابراهیمزی، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه علي‌خېل، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت‌الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم ښیوه‌وال، حفیظ ځدراڼ، الله محمد غضنفر او نصیر معروف خېل شامل دي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په تېر نړیوال جام کې ۱۵م مقام ترلاسه کړ او په همدې اساس باید بل نړیوال جام ته د ورتګ لپاره د غوراوي سیالیو په پړاو کې ولوبېږي، چې له اسیا کپ څخه وروسته پیل کېږي.

د ویلو ده چې تر یادې لوبلړۍ وروسته به د اسیا جام سیالۍ د نومبر په ۲۹مه نېټه پیل او د ډېسمبر تر اتمې نېټې به دوام وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...