Home » سپورټ » کرکټ؛ نن د ډهلي بولز او نارترن وایررز لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره کېږي
رویداد خبري آژانس

کرکټ؛ نن د ډهلي بولز او نارترن وایررز لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره کېږي

د ۲۰۲۱م کال د کرکټ لس اوریزه لیګ پایلوبې ته ډهلي بولز او نارترن وایررز لوبډلو لاره پیداکړې، چې نن شپه ۸:۳۰ بجې به یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شي.

په نارترن وایررز لوبډله کې کوم افغان نشته، خو په ډهلي بولز لوبډله کې بیا درې افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز، محمدنبي او وقار سلام خېل شتون لري.

د ننۍ پایلوبې ترڅنګ د درېیم او څلورم مقام ګټلو لپاره ۵:۴۵ بجې ابوظبۍ او قلندرز لوبډلې سره لوبیږي.

پرون جمعه ددې لیګ درې مهمي لوبې کوالیفایر، لومړۍ ایلیمیناټور او دویمه ایلیمیناټور ترسره شوې.

په کوالیفایر لوبه کې ډهلي بولز لوبډلې نارترن وایررز ته ماتې ورکړه او سیده یې پایلوبې ته لاره پیداکړه.

په لومړۍ ایلیمیناټور لوبه کې ابوظبۍ لوبډلې قلندرز ته ماتې ورکړه او دویمې ایلیمیناټور لوبې ته یې لاره وموندله.

له هغه وروسته په دویمه ایلیمیناټور لوبه کې بیا نارترن وایررز لوبډلې ابوظبۍ لوبډله ماته کړه او د ډهلي بولز سره یې پایلوبې ته لاره وموندله.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...