د چلنج کپ لومړی درجه ولایتي سیالیو په پای لوبه کې خوست لوبډلې د لوبې پچه وګټله او سیالې ننګرهار لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ننګرهار د ۴۷،۵ اورونو په لوبولو سره د ټولو لسو وېکټو په سوځېدو خوست ته د ۲۳۴ منډو هدف وټاکه. ننګرهار لوبډلې ته په توپ وهنه کې بهار شینواري زیاتې ۶۲، شوکت زمان ۳۳، او محمد ابراهیم ۲۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د خوست لوبډلې د توپ اچونکو له لوري حسیب الله او اصغر اتل درې ـ درې لوبغاړي وسوځول. همدارنګه نسیم منګل، شاهدالله او نور احمد یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه. خوست لوبډله به په څو شیبو کې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ وهنې نوبت پیل کړي.