د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شارژدافيرې کرين ډيکر د ښځو حقونو د توقيف په اړه وروستيو ادعاوو ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې ياد توفيقونه هېڅ ګټه نه لري.
نوموړې نن سېشنبه د (ليندۍ په اوله) خپل ټوېټر کې د ښځو حقونو فعالې ظريفې يعقوبي د نيول کېدو ادعاوو ته په اشارې سره ليکلي، کله چې افغان ښځې د خپلو حقونو په اړه خبرې کوي، نو په خبره يې افغانستان ته ترې هېڅ ګواښ نه پېښېږي.
د کرين ډيکر په باور، په افغانستان کې خپلسري توقيفونه بيا د دې هېواد ثبات ته زيان رسوي. نوموړې غوښتنه کړې چې د ظريفې يعقوبي او د هغې همکارانې دې ژر بند ازادې شي.
په داسې حال کې، چې له څو ورځو راهيسې د ښځو د حقونو فعالې ظريفې يعقوبي او د هغې ۴ همکارانو د نيولو په تړاو ادعاوې شوي؛ خو تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
له دې وړاندې د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بينېټ هم د ميرمن يعقوبي او د هغې د همکارانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.