Home » سیمه او نړی » کريميا کې د روسيې هوايي اډه زورورې چاودنې لړوزلې

کريميا کې د روسيې هوايي اډه زورورې چاودنې لړوزلې

اوکرايني چارواکو ادعا کړې چې د روسيې له لوري په نيول شوې کريميا سيمه کې د روسيې په هوايي اډې کې دننه درنه چاودنه شوې او په ترڅ کې يې د دې هېواد هوايي اډې زياته پيمانه مهمات له منځه تللي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي يوه نږدې سلاکار ميخايل پودولياک ويلي، چې دا چاودنه پرون سې‌شنبه ناوخته شوې او اوکراين په کې هېڅ ډول دخالت نه لري.

د روسيې دفاع وزارت هم چاودنه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې ياده چاودنه د ساکي په نوم د هوايي اډې مهمات ته څېرمه يوه داسې انبار کې شوې، چې په کې له مودې راهيسې له کار لوېدلي مهمات ساتل کېدل.

د دې وزارت د چارواکو په خبره، په چاودنه کې پوځيانو او هوايي مهماتو ته زيان نه دی اوښتی. روېټر خبري اژانس بيا د عيني شاهدان له قوله ويلي، چې په يادې هوايي اډې کې يې يو پر بل پسې د ۱۲ چاودنو غږونه اورېدلي دي.

بل پلو په کريميا کې روغتيايي مسوولانو بيا خبر ورکړی، چې د يادې چاودنې له امله يو عام وګړی وژل شوی او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...