پر کرنې د کرونا ویروس د خپرېدو څه اغیزې کړي؟
ننګرهار کې، کروندګر اندېښمن دي چې د قرنطین پر مهال کرنیز محصولات یې سم بازار نه لري
هغوی وایي د کرونا ویروس خپرېدا او ښارونو کې د ګرځبندیز لګېدو سره، د کرنیزو محصولاتو د پلورنې بازار یې لږوالی موندلی.
د معیاري سړو خونو نشتوالی له نورو ننګونو دي چې هغوی ورته اندېښمن دي.
د کرونا ویروس پراخوالي پر ټولو کارو بارونو باندې سیوری غوړولی دی.
ختیځ ننګرهار ولایت کې ځینې بزګران د ښارونو قرنطین او د کرونا ویروس ګرځیدنې له امله پر خپل کاروبار د کرونا دروند سیوري غوړېدو څخه خبرې کوي او د کاروبار او بازار نشتون څخه نیوکه کوي.
دوی وايي چې په هېواد کې د کرونا ویروس ګرځېدنې پيل نه کرنیزو توکو بازار هم له لاسه تللی دی.
په افغانستان کې بیا بزګرانو لپاره بزګري یوه سرچینه ده په ننګرهار کې سیمه اییز چارواکي بیا د بزګرانو سره په دې برخه کې یو غږي دي د سړو خونو نشتون او د توکو استولو کې ستونزو څخه خبرې کوي.
د هېواد ختیځ ننګرهار ولایت د ګرمو ولایتونو څخه دی هر کال لس ټنه سابه د کابل او نورو ګاوندیو ولایتونو ته له دې ولایت څخه ورکول کیږي.