Home » سیمه او نړی » کرونا ویروس؛ نیویارک او کالیفورنیا کې لګیدلي بندیزونه لېرې شول
رویداد خبري آژانس

کرونا ویروس؛ نیویارک او کالیفورنیا کې لګیدلي بندیزونه لېرې شول

د امریکا په دوو ایالاتونو کې کالیفورنیا او نیویارک کې د کرونا ویروس له امله نږدې ټول لګول شوي بندیزونه لېړې کړل.

دا ګام وروسته تر دې اخېستل کېږي چې دغلته د واکسین شوېو کسانو کچه لوړه او په کرونا ویروس د اخته کېدو ورځنۍ پېښې په څو میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راغلي.

کالیفورنیا پرون د جون په ۱۵مه دا بدلون ولمانځه او والي یې ګاوین نیوسوم وویل، دوی د وبا پاڼه واړوله.

والي وویل، نن له کورنیو، خپلوانو او نورو سره د ناستې پاستې او غېږې ورکولو ورځ ده.

کالیفورنیا او نیویارک کې بندیزونه وروسته تردې پای مومي چې چارواکو یې وویل، ۷۰ فیصده وګړو یې لږ تر لږه یو ډوز واکسین کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...