Home » سیمه او نړی » کرونا ویروس؛ امریکا او یوشمېر هېوادونو له هند سره د مرستې خبر ورکړی
رویداد خبري آژانس

کرونا ویروس؛ امریکا او یوشمېر هېوادونو له هند سره د مرستې خبر ورکړی

په هند کې د کرونا له امله د ناورین له رامنځ ته کېدو وروسته ګڼو اروپایي هېوادونو او امریکا له دغه هېواد سره د مرستې خبر ورکړی دی.

د امریکا د ولسمشر په ګډون ددغه هېواد ادارو او ګڼو چارواکو په خپلو خپرو کړو پیغامونو کې ویلي چې له هند سره به د کرونا وبا د کنټرول په برخه کې همکاري کوي او همدا راز دغه هېواد ته به د واکسین جوړونې مواد ولېږي څو د واکسینو تولید ډېر شي.

امریکا په ګڼو برخو کې له هند سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

ګڼو اروپايي هېوادونو هم ویلي چې هند په سختو شرایطو کې دی او جدي لاسنیوي ته اړتیا لري.

هند کې د کرونا نوې څپې سخت ناورین جوړ کړی دی او هره ورځ تر ۲ زره پورې کسان وژني او تر څنګ یې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۵۰ زره پورې مثبتې پېښې رامنځ ته کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...