افغان حکومت سږ کال د کورونا وېروس کړکېچ له امله تر اوسه ۱۸میلیارده افغانۍ په ملي عوایدو کې زیان کړی دی.د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د سوداګریزې راکړې ورکړې، مالیې راټولونې او دولتي ادارو له لورې د عامه چوپړونو د درېدو له امله یې دغه زیان کړی دی.
یاد وزارت وايي چې تېر کال په همدې موده کې یې ۱۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي وو خو اوس دغه شمېرې ۱۱۵ مییلیارده دي.
د مسؤلانو په وینا دغه زیان شوی او جبران یې نا ممکن دی خو د اقتصادي چارو ځینې پوهان وايي چې که حکومت یو لړ اصلاحاتي پروګرامونه پلي کړي، ښايي د دغه زیان کچه راټيټه کړي.
د مالیې وزارت وايي د مالیې د را ټولونې په برخه کې ستونزې، په ګمرکاتو کې د سوداګریزې راکړې ورکړې د ټکنۍ کېدو او د حکومتي ادارو د تړل کېدو له امله چې د چوپړونو په بدل کې یې له وګړو پیسې اخیستلې، دغه زیان اوښتی دی.
دغه وزارت د روان مالي کال لپاره د ۲۰۸ ملیارده افغانیو عوایدو راټولولو هدف ټاکلی وو خو د کورونا وېروس د بندیزونو او محدودیتونو له امله اړ شول چې خپله تګلاره بدله کړي او دا هدف یې ۱۷۷ ملیارده افغانیو ته راټیټ کړی دی.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي چې اوس حالت تر یوه بریده عادي شوي دي خو بیا هم د شوي زیان جبرانول امکان نه لري.
مالیې وزارت د کورونا وېروس د پېښو له راکمېدو او محدودیتونو له پام وړ کمېدو سره هیله من شوی چې د عوایدو راټولولو وضعیت تر یوه بریده عادي شوی دی خو زیاتوي که همدا عادي حالت همداسې هم روان وي، د مالي کار تر پایه به یې ۳۱ میلیارده افغانۍ زیان کړی وي.
افغانستان یو واردونکی هېواد دی او ډېر عواید هم له همدې لارې ترلاسه کوي، خو د کورونا وېروس له خپرېدو سره ګاونډیو هېوادونو ډېره برخه سرحدي سیمې او دروازې بندې کړې.
د مالوماتو له مخې د افغان حکومت عواید په تېرو ۸ کلونو کې کال په کال پورته شوي وو، خو دا ځل د پام وړ کم شوي دي. دغه زیان په تېرو شاوخوا ۶ میاشتو کې افغانستان ته د کورونا وېروس له راتګ سره اوښتی دی.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې حکومت باید د لیدلي زیان د کچې راټیټولو لپاره په خپلو اقتصادي او مالي پالیسیو کې اصلاحات راولي.
شعیب رحیم وايي چې حکومت باید د سوداګرو، صنعتګرو او خصوصي سکتور ستونزې حل کړي چې تولیدات او عواید ورسره لوړ شي:
“که موږ خپلو سوداګرو ته اسانه او ارزانه لار برابره کړو، زموږ عواید به ورسره لوړ شي او خصوصي سکتور ملاتړ باید وشي.”
د مالیې وزارت وايی چې د ستونزو د کابو کولو لپاره هڅه کوي په ګمرکونو فشار راوړي چې د قاچاق مخه ونیسي، په مالیاتي سیستم کې د فساد مخه ونیسي او هم دولتي ادارې پراخو عامه چوپړونو ته چمتو کړي.
په افغانستان کې د کورونا وېروس له خپرېدو سره یو شمېر نړیوالو ادارو او ځینو هېوادونو له کورونا وېروس سره د مبارزې او د دغه هېواد د مالي زیان راکمولو لپاره شاوخوا ۳۰۰ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.
د ماليې وزارت وايي چې دغه مرستې دومره اړینې وې چې له دې پرته یې په یوازې ځان ټولې اقتصادي ستونزې نشوای حل کولای.
څو ورځې وړاندې د اسیا پرمختیايي بانک اټکل کړی وو چې په روان میلادي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده منفي پنځه سلنې ته ټيټه شي.
دغه بانک په خپله کلنۍ ارزونه کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ خپرېدل او روانې سیاسي او امنیتي ننګونې د دغې ځوړتيا عمده لاملونه بللي وو.