امریکا کې د کورونا وېروس پېښې ۲٫۵ میلیونو ته ورسېدې، محدودیتونه بیا پیل شول.
په داسې حال کې چې په وروستیو اونیو کې امریکا په سوېلي ایالتونو کې د کورونا وېروس له امله لګول شوي محدودیتونه راکم کړل، په فلوریډا ایالت کې د دې وېروس پام وړ تازه ډېرې پېښې موندل شوې دي. په امریکا کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۲٫۵ میلیون کسانو ته ورسېد. په ورته وخت کې بیا د فلوریډا ایالت چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ۲۴ ګړیو کې یې د کورونا وېروس له امله ۹۵۸۵ نوې پېښې ثبت کړې دي. چې دا شمېر د تېرې جمعې په ورځ ۹۰۰۰ و. چې اوسمهال فلوریډا کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۲ زرو ته رسېدلی او تر ۳۳۰۰ ډېر کسان ترې مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده کې چې امریکا کې دې وېروس تر ۱۲۵ زرو ډېر کسان وژلي چې دا د نړۍ د هر بل هېواد تر مړینې ډېره شمېره ده.