Home » افغانستان » کرن ډيکر له ځينو افغانانو سره د بحث لپاره پاکستان ته تللې

کرن ډيکر له ځينو افغانانو سره د بحث لپاره پاکستان ته تللې

د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافيره کرن ډيکر له افغانانو سره د سلا مشورو او خبرو اترو په دوام سره، پرون سې‌شنبه ناوخته د (لړم په ۱۶مه) پاکستان ته تللې ده.

نوموړې پرون په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له ۳۰ کلونو وروسته پاکستان ته تللې ده. ميرمن کرن ډيکر زياته کړې، چې په اسلام‌اباد کې به له بېلابېلو کسانو سره وګوري او د افغانستان اوسني وضعيت په تړاو به د دوی نظرونه او څرګندونې واوري.

د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافيرې کرن ډيکر دا هم ويلي، چې د خپل دې سفر په ترڅ کې به د هغو افغانان له وضعيت هم ځان خبر کړي، چې دامهال په پاکستان کې دېره دي.

د نوموړې په خبره، هڅه کوي له افغانستان او افغانانو سره چې دا مهال په سخت حالت کې دي، مرستې او همکارۍ وکړي.

کرن ډيکر له دې وړاندې په عربي متحده اماراتو او ترکيې کې هم دغلته له مېشتو افغانانو سره ليدلي او د افغانستان وضعيت په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...