د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شاردافيرې کرن ډيکر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، دغلته له مېشو افغان ميرمنو سره ليدلي او په افغانستان کې يې د روان وضعيت په اړه ورسره خبرې کړي دي.
نوموړې پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۲۰مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، په پاکستان کې مېشتې افغان ميرمنې غواړي بېرته خپل هېواد ته ستنې شي؛ خو په خبره يې ويرېږي، چې هېواد ته له ستنېدو سره به په زور واده شي او د کار او زدهکړو له حق به بې برخې شي.
ميرمن ډيکر زياته کړې، په پاکستان کې د ليدنو پرمهال افغان ميرمنو ټينګار کړی، چې د دوی حقه حقونه دې په افغانستان کې تضمين شي.
کرن ډيکر دغه راز ويلي، غواړي چې د کډوالو لپاره کار وکړي او په همدې موخه يې په پاکستان کې مېشت افغان ميرمنو ته د حوصلې لرلو سپارښتنه کړې ده. نوموړې زياته کړې، پر يادو ميرمنو يې ټينګا کړی چې افغانستان ته له ستنېدو سره د ټولو افغانانو حقونو خونديتوب لپاره کار وکړي.
کرن ډيکر څو ورځې وړاندې پاکستان ته تللې او هلته يې له افغان ميرمنو سره داسې مهال ليدلي، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو په بېلابېلو برخو کې بنديزونه لګېدلي دي.
په يوه تازه پرېکړه کې چې د سرپرست حکومت د امر باالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت له لورې شوې، ښځې او نجونې تفريحي پارکونو ته له تګ منعه شوي دي.