Home » اقتصادی » کرنې وزارت: پکتیا کې د پیازو او کچالو ۸۱ زېرمتونونه جوړیږي
رویداد خبري اژنس

کرنې وزارت: پکتیا کې د پیازو او کچالو ۸۱ زېرمتونونه جوړیږي

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د پکتیا په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژې اړوند د کچالو او پیازو د ۸۱ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر راتلونکو میاشتو پورې به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دغو جوړېدونکو سړوخونو کې د کچالو ۴۰ بابه او د پیازو ۴۱ بابه صفر انرژۍ سړې خونې شامل دي، چې د پکتیا مرکز ګردیز ترڅنګ ددې ولایت په احمداباد، سیدکرم، میرزکه او زرمت ولسوالیو کې جوړیږي.

رویداد خبري آژانس
انځور د کرنې وزارت له فیسبوک پاڼې

کرنې وزارت په دې اړه د چارواکو له قوله لیکلي چې تردې مهاله د کچالو د ۴۰ بابه صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې ۴۵ سلنه او د پیازو د ۴۱ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللي، چې په لنډه موده کې به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ویل شوي؛ دیادو پروژو د پلي کېدو موخه د کرنیزو محصولاتو مدیریت او ساتنه، د کار زمینې برابرول او په ټوله کې د خلکو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...