د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د تېرکال په ترڅ کې د هېواد د شړشمو له کروندو څخه یو زر او ۲۹۸ ټنه غوړي تر لاسه شوي دي.
دغه وزارت د یوه اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی شمېرې ښيي چې تېرکال د هېواد په کچه په یو زر او ۴۵۷ هکټاره ځمکه شړشم کرل شوي وي چې یاده اندازه غوړي ترې ترلاسه شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، د شړشمو ډېری کروندې، د سمنګان، تخار، بدخشان، بغلان، کاپیسا او غزني په ولایتونو کې شوې چې د دغو ولایتونو د کروندګرو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.
د کرنې وزارت چارواکي وايي، دوی هڅه کوي چې د شړشمو کروندو بهیر د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
د یادونې ده چې د شړشمو غوړي یا تېل ګڼې روغتیايي ګټې لري او دغه راز د درمل په توګه د استفادې ترڅنګ په پخلي کې هم کارول کېږي.