د افغانستان دکرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د روان ۱۴۰۰ لمریز کال په ترڅ کې د اووه ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړېږي.
یاد وزارت پرون د شنبې په ورځ ( چنګاښ ۲۶مه نېټه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه مرکزونه په هرات، غزني، سرپل، کندز، بلخ، فاریاب او دایکندي کې په نوې او عصري بڼه د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړوي، چې دم ګړۍ يې رغنيزې چارې ۳۰ سلنه بشپړشوي دي، او پاتې چارې به يې د ۱۴۰۰م مالي کال تر پايه بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
دکرنې وزارت زباته کړې چې د دغو مرکزونو له جوړولو موخه، د زعفرانو د کرکېلې پراختیا، د زعفرانو کښت ته د بزګرانو هڅول او په کور دننه د نړیوالو مارکېتونو له غوښتنو سره سم د زعفرانو پروسس او صادرول ګڼل کېږي.
د افغانستان زعفران روان کال هم د کیفیت له پلوه د نړۍ د غوره زعفرانو مقام خپل کړ.