Home » اقتصادی » کرنې وزارت:په زابل کې د انځرو حاصلات سږکال دوه برابره ډېر شوي
رویداد خبري آژانس

کرنې وزارت:په زابل کې د انځرو حاصلات سږکال دوه برابره ډېر شوي

د افغانستان د کرنې، اوبلګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې سږکال په زابل ولایت کې د انځرو حاصلات دوه برابره زیات شوي دي.

د اوبلګولو او مالدارۍ وزارت د زابل د کرنې ریاست په حواله ویلي چې د نورو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات دوه برابره ډېر شوي دي.

سرچینې د زابل د کرنې ریاست مسوولینو له قوله ویلي، سږکال به په دغه ولایت کې ۲۲ زره او ۷۰۰ ټنه انځر تولید شي.

د زابل ولایت انځر نه یوزاې په افغانستان کې دننه ښه بازار لري بلکې له هېواده دباندې ځانګړې توګه په هند او پاکستان کې هم له ښه شهرته برخمن دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...