Home » اقتصادی » کرنې وزارت: هلمند کې ۴۰ بېوزلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه
رویداد خبري آژانس

کرنې وزارت: هلمند کې ۴۰ بېوزلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې په هلمند ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي مرسته ددې ولایت څلویښت بېوزلو مېرمنو ته په خپلو کورونو کې د مرخېړیو روزنې په برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده.

د کرنې وزارت وایي دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د مرخېړیو روزنې د ۱۵ اړینو توکو په وېش سره برابره شوې ده.

رویداد خبري آژانس

په عین حال کې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت ۴۰ بېوزله مېرمنې د مرخېړیو د تولید او پروسس په برخه کې روزل شوي دي، چې پر یادو مېرمنو د مرخېړیو د روزنې اړونده توکي وېشل شوي دي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...