Home » اقتصادی » کرنې وزارت: زابل کې د ۶۰ عصري ممیزخونو رغنیزې چارې پیل شوې
رویداد خبري آژانس

کرنې وزارت: زابل کې د ۶۰ عصري ممیزخونو رغنیزې چارې پیل شوې

د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې په زابل ولایت کې د بڼوالو د ملاتړ او د انګورو محصولاتو د خوندي کولو لپاره یې د ۶۰ عصري ممیزخونو رغنیزې چارې پیل کړي دي، چې په درې میاشتو کې یې رغنیزې چارې بشپړېږي.

دغه وزارت نن یکشنبه (دچنګاښ ۶مه نېټه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې زابل ولایت کې هر کال سلګونه ټنه انګور توليدیږي، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کېږي.

په اعلامیه راغلي، چې یاد ممیزخونې په یاد ولایت کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو بڼونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو لپاره په معیاري او اسټنډرد ډول جوړېږي.

 د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې د عصري ممیزخونو په جوړولو سره د بڼوالو عواید ۳۳ سلنه زیاتېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...