په قبايلي کرمه ايجنسۍ کې ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د دوو کليو ترمنخ نښته کې، لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او تر ۱۵ کسانو نور ټپيان شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه نښته د ګېدو او پېواړ اوسېدونکو ترمنځ په ځنګله کې د لرګيو وهنې له امله رامنځته شوې او په کې د دواړو کليو اوسېدونکو پر يوه او بل د وسلې ډزې کړي.
د کرمې امنيتي مسوولانو بيا خبر ورکړی چې د ګېدو او پېواړ اوسېدونکو ترمنځ د اوربند لپاره يې هڅې پيل کړي او ژر تر ژره به خلک له مرچو راښکته کړي.
په قبايلي سيمو کې وخت ناوخت د کليو ترمنځ د ځمکې او ځنګلونو پر سر شخړې رامنځته کېږي او دا شخړې ډېر وارې د دې سبب کېږي چې يو شمېر کسان په کې ژوند وبايلي.